سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام

 په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يو جيدعالم مولوي سيدعبدالرحمن  دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.

 نالله وانااليه راجعون

 ارواښاد مولوي سيدعبدالرحمن يو مجاهد شخص و چې زيات کلونه يي په هيواد کې دمحکمو درييس په توګه  دنده ترسره کړه اوپه دي وروستيو وختو کې  دبدخشان ولايت  دعالمانو شورا درييس په توګه ټاکل شوي و هيواد او دين ته دده خدمتونه ارزښتناک و او مړينه يې يوه ضايعه وبلله.

 دخپلې ژوري  خواشيني او ډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو دافغانستان دعالمانو سراسري شورا اودبدخشان  ولايت خلکو ته څرگندوم اودلوى خداى ج  له دربار څخه متوفي ته دمغفرت اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا