سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ا ودنورو دولتي مرکزونو ترمنځ دښي همغږي په رامنځته کولو باندې ټينګار

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دافغانستان داسلامي وجمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  دفرهنګي اړيکودرياست او داړوندو ادارو ترمنځ دلازياتي همغږي درامنځته کولو او دفرهنګي فعاليتونو دپرمخ بيولو په لاره کې دپرتو خنډونو اوستونزو دلري کولو په خاطر دبهرنيو چارو په وزارت کې  دوه ورځني ورکشاپ جوړشو.

دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبرله مخې  په دې ورکشاپ کې دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول په گډون سربيره دحج او اوقافو  اودشهيدانو، معلولينو کار او ټولنيزو چارو  وزيرانو ،  داطلاعاتو اوفرهنګ ، لوړو زده کړو او دپوهنې  دوزارتونو معينانو ، دچارو  داداري لوى رييس ، دمشرانو جرګي دنړيوالو اړيکو  اودشکايتونو  داوريدو د کميسيونونو رييسانو ، دولسي جرګي دعريضو اوشکايتونو داوريدو ، ديني ، فرهنګي ، پوهنې  اودلوړو زده کړ و دچارو دکميسيونونور ييسانو ، د  اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک  کميسيون  رييس ، دعلومو اکاډمي رييس او دالمپيک دملي  کميټې رييس برخه اخيستې وه .

ددغه ورکشاپ برخه والو   په فرهنګي برخه   دتيرو لسوکلونودبرياليتوبونو او داوسنيو ستونزو اوننګونو دحل کولو په باب  له هر اړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه چې اړونده وزارتونه دي   دبهرنيو چارو وزارت او دافغانستان ددولت دنورو مرکزونو ترمنځ دلازياتي همغږي دزمينو دبرابرولو لپاره  ګډي هلې  ځلې وکړي .

دغه راز ددغه ورکشا پ په پاى کې پريکړه وشوه چې دورکشاپ دپريکړو اولارښودو نتيجي وروسته   دفرهنګي مسلو دڅيړنې  دمقرري په توګه بدلي شي .

دغه راز په دې ورکشاپ کې  دپوهنې وزارت  دنړيوالو اړيکو اودفرهنګي  چارو رييس محمد وحيد نوري  دپوهنې په برخه کې دترلاسه شويو برياليتوبونو او  داوسنيو ستونزو او مشکلاتو په اړوند مفصل رپوټ وړاندې کړ.

ددغه ورکشاپ په پاى کې وپيتل شوه چې دټولو دولتي ادارو دفرهنګي برخو استازي دې مياشت په مياشت دبهرنيو چارو په وزارت کې غونډي وکړي او دغه مصوبي دي عملي کړي  او دغه راز ددغو لارښودو دتطبيق په کار کې په ستونزو او ننګونو دبرياليتوب لارې چارې ولټوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا