سیاست

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره بلغارياته په خپل سفر کې دافغانستان په باب خبري کوي .

  دامريکا دبهرنيو  چارو وزيره  به بلغاريا  ته  د راتلونکي اوونۍ دسفر په بهير کې ددغه هيواد له مقاماتو سره دافغانستان دماموريت په باب خبري وکړي .

 دامريکا دبهرنيو چارووزارت ويندوى ويکتوريا نوراند ويلي دي چې  ددغه هيواد دبهرنيو چارووزيره هيلري کلنتن له بلغاريايي  مقاماتو سره  له خبرو مخکې دالمان دمونيخ په کنفرانس کې چې دسلواغې دمياشتې  له  ١٤ نيټي څخه تر شپاړسمي  نيټې پوري جوړيږي ګډون کوي اوله دغه ځايه څخه به بلغاريا ته  لوړه شي .

  بلغاريا څه ناڅه شپږ سوه تنه عسکره  پوځي ښوونکي او ډاکتران افغانستان ته استولي دي چې دناټو  په مشرۍ په دغه هيواد کې فعاليت کوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا