دامريکا سمندري ځواکونو د طالبانو په مړو دسپکاوي په باب څيړنې پيل کړي دي

دامريکا د سمندري ځواکونو يو جګپوړي مقام جنرال جيمز آموس لارښوونه کړې ده چې د طالبانو مړو ته دسپکا وي د ويډويي تصويرو نو په باب به څيړنې و شي.
دغه ويډو يي تصويرو نه چې ا مريکايي عسکر د طالبانو په مړو دسپکاوي په حال کې شودل شوي دي په دې وروستيو وختو کې په انترنيتې پاڼو کې خپاره شوي دي
په افغانستان کې د ناټو او ا مريکايي ځواکو نو قو ما ندان جنرال الن پرون امريکا ته له سفر مخکې دغه عمل و غانده او ټينګار يې و کړ چې په دې اړوند څيړنې کيږي
جنرال الن وويل دغه بد چلند د ا مريکا د اردو له معيارو نو سره مخالف دى او دغه شان عملونه هغه ارزښتناک معيارونه دي چې موږ يې له خپلو وسله والو ځواکونو څخه هيله لرو
د اسو شيتد پرس خبري اژانس هغه ټول څلورتنه عسکر چې په دغو تصويرونو کې ښودل شوى دې پيژندل شوي دي او له دوو تنو سره يې مرکې هم شوي دي
د ويډويي تصويرونو په خپريدو سره دغه انديښنې هم را منځته کيږي چې کيداى شى خپريدل يې له طالبانو سره د سولې خبرو ته زيان ورسوي خود ا مريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن ويلي دي چې دغه هيواد په افغانستان کې د سو لې په هلو ځلو ژمن د ى
د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتا ټينګار کوي ښايي له دغو ويډويي تصويرونو څخه ناوړه استفاده وشي چې امريکا دغه شان ناوړه چلند نه مني
له بله پلوه د مصر د امام الازهر يو سلا کار په دغو تصويرونو کې سپکاوى و غانده او په يوي اعلا ميې کې يي ويلي دي چې دغه شان چلند د ټولو انساني موازينو پرخلاف دي.