نړۍ

دامريکا غږراديو يو پاکستاني خبريال ووژل شو

ناپيژندل شويو وسله والو کسانو تيرماښام دامريکاغږراديو دپښتو برخي يو پاکستاني خبريال  دپيښور ښار دشمال دشب قدر دناحيي په يوه جومات کې  دلمانځه دادا کولو په وخت کې په ډزو سره وواژه.

دغه خبريال  مکرم خان نوميده او درې څلويِښت کلن  و.

دسيمه ييزوپوليسو يوه افسر دفرانسپرس خبري اژانس ته وويل  چې دغه بريد ددوو تنو موټرسايکل  سپرو له خوا شوي دي  او يرغلګر تښتيدلي دي.

دبي سرحده خبريالانو دسازمان درپوټ له مخې  په ٢٠١١ ميلادي کال کې په پاکستان کې په رسنيو کې دخپلو کارونو په اړوند څه ناڅه اته تنه ژورنالستان وژل شوي دي.

دغه راز دوي  او  اي  خبري سايت خبرورکړ  چې وسله والو طالبانو ددغه خبريال دوژنې مسووليت په غاړه اخيستي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا