امنیت
دايساف يو عسکر ووژل شو

د ايساف دځواکونو يو عسکر د افغا نستان په جنو ب کې ووژل شو .
په هغې خبر پاڼه کې چې د ايساف د نړيوالو ځوا کونو دمطبوعا تي دفتر له لاري دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته رسيد لى ده ويل شوي دي : دغه عسکر د افغا نستان په جنو ب کې د يوې غير پوځې پيښې له امله ټپي شوى و .
ايساف د عسکر هويت اود پيښې ځاى په ډا ګه نه کړ ، خو زيا تره امريکا يې عسکردافغانستان په جنو ب کې ميشت دي .
دروان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې چې ٢٤ ورځې تيريږي ، د افغا نستان په بيلا بيلو سيموکې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمير ٢٩ تنوته ر سيد لى دي چې ٢٢ تنه يي ا مريکا ئيان دي
تيرکال ٥٦٦ تنه بهرني عسکر په هيواد کې وژل شوي و