سیاست

دبريتانيا سفير: دافغان ځواکونو ځواکمني طالبانو ته دسولې خبروته له پيوستون پرته بله لاره نه ده پريښي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

په کابل کې  دبريتانيا دشاهي هيواد سفير نن له غرمې وروسته د جمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبري يې ورسره وکړي.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي  اژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هيوادونو دښو اړيکو له امله دخوښي په څرگندولو سره دافغانستان او سيمي دډيرو مهمو مسالو په باب خبرې وکړي.

دجمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي په افغانستان کې  دسولې اوثبات په تامينولو  کې دسيمه ييزو همکاريو  پياوړتيا اغيزمنه وبلله او دهغې ګډي لاري ته په پاملرنې سره چې دتيري  يوې اوونۍ په بهيرکې نړيوالې ټولنې او افغانستان  وهلې ده څرگنده کړه  چې نويو برياليتوبونو ددوام په لاره کې دافغانستان ماته ،  دنړيوالې ټولنې ماته هم ده .

د جمهوررييس مرستيال  دامنيتي مسووليتونو دبشپړ ترلاسه کولو په مقصد دافغانستان دملت او دولت عزم ته په اشاري سره دهيواد  دامنيتي  مرکزونو دظرفيت دپياوړتيا  او ودي په لاره کي  دنړيوالي  ټولني پرزياتو مرستو ټينګار وکړ.

 ده دغه راز  په بيلابيلو  برخو کې  ددواړو هيوادونو دمناسباتو  اوارتباطاتو پراختيا اوټينګښت  مهم وباله.

په مقابل کې  په دې کتنه کې دبريتانيا سفير ويليام پتي هم ددواړو هيوادونو دښو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار  وکړ او څرگنده  يې کړه چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دظرفيت او ځواک دودي په لاره کې دزياتو مرستو ترڅنګ اقتصادي مرستې هم دسولې اوثبات په تامينولو کې مهمي دي او په دغو برخو کې دخپل متبوع هيواد  د ژمنې پردوام باندې ټينګار وکړ.

دبريتانيا سفير څرگنده کړه چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو ځواکمني طالبانو ته دسولې دخبرو ته له پيوستون پرته بله لاره نه ده پريښي  اودسولې په بهيرکې  دافغانستان حکومت  رهبري کوونکي او نړيواله ټولنه داسانتياو دبرابرولو رول لري.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا