سیاست

دجمهور رييس مرستيال دستاره دروزنيز مرکز له استادانو اومحصلانوسره وکتل .

٢١-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  د ستاره  دروزنيز مرکز په لسګونو تنه استادانو  او محصلانو نن له غرمي مخکې دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل .

   دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .

  دستاره  روزنيز مرکز  چې دکابل ښار په کچه  دانګليسي ژبې يو مهم تعليمي مرکز بلل کيږي څه دپاسه اووه زره تنه محصلان  پکې  زده کړه کوي او ددغه مرکز  مسوولينو دهيواد دځوانانو ترمنځ دښوونې اوروزنې دودې اوپراختيا په لاره کې  ددولت  دلازياتي پاملرنې  غوښتنه وکړه .

  دوى  هغه هلې ځلې  چې دولت  تراوسه پورې  په هيواد کې  دپوهنې او دلوړو زده کړو دپراختيا په لاره کې کړي دي  مهمې وبللې  خو کافي يې ونه بللې . او په ښه توګه  يې  په دې برخه کې دتدبيرونو په نيولو باندې ټينګار  وکړ .

  دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  ددغو ځوانانو  د ښه او هيواد پال  احساس له امله  قدرداني وکړه او وي ويل  چې هيڅ هيواد له علمي پاڅون پرته برياليتوب ته نه دي رسيدلي . له همدې امله  افغانستان  هغه وخت کولى شي  په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په صنعت او اقتصاد کې  برياليتوب ته ورسيږي  چې  له هغه مخکې  کافي بشري ځواک ولري .

  دجمهور رييس مرستيال په هيواد کې دعلم  او  پوهي پرمختګ  دنړۍ  دمترقي هيوادونو له علمي  فرهنګي  اوصنعتي  تجربو څخه  په استفادې پورې اړوند وباله او څرګنده يې کړه  چې دغه امکان  دنړۍ دژونديو او نړيوالو ژبو  له زده کړې وروسته نه ترلاسه کيږي  .

 دجمهور رييس مرستيال په لنډه توګه دهيواد داوسنيو پرمختګونو  او چلنجونو د څيړنې په ترڅ کې ټينګار وکړچې داوسنيو  ستونزو يو علت عوامل په هيواد کې دعلمي بي وزلي او داقتصادي کمزورتيا شتون دى . او دغه حالت  دزده کړې له پراختيا او ودې پرته  ښه والي نه مومي .

 دجمهور رييس مرستيال دهيواد له ځوانانو څخه وغوښتل  چې دعلم اوپوهي  دزده کړې په لاره کې  له ډير  کم فرصت څخه  زياته ګټه واخلي او له دې لارې  دخپل هيواد  دودې او ترقي  له بهير سره  مرسته وکړي .

  دجمهور رييس مرستيال  دهيوادنيو چلنجونو او ستونزو  حل کول په يوې پراخي  ملي اداري سره  ممکن وبلل  اووي ويل  هغه حرکتونه  چې دهيواد د ټولو ټولنيزو او فرهنګي ډولونو استازيتوب ونه  کړي  نشي کولي  اوسني حالت ته  ځواب ووايي .

  دغه راز ده  په دولتي ادارو کې  دځوانانو له ځواک څخه استفاده ضروري وبلله او څرګنده يې کړه چې د اداروبياجوړول او له نويو  غوښتنو سره  دهغوى عيارول دځوانانو  له شتون پرته  امکان نه لري او يواځي ځوانان دي  چې په يوې تودې او پاى ته  نه رسيدونکي  انګيزې سره  کولى شي  اوسنيو اړتياو ته ځواب ووايي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا