امنیت
دجنګي سامان الاتو ډيپو ونيول شو

دهلمند ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې دملي امنيت دځواکونو په عملياتوکې دجنګي سامان آلاتو يو ډيپو ونيول شو .
دهلمند ولايت دملي امنيت درياست يو خبرځاى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دې ډيپو کې پنځه ٣٠٣ بر ټوپکونه اووه کلاشينکوفونه ، يوه پيکا ماشينګڼه ، يوتوغندي ويشتونکې يوه مخابره ، دټانک ضد دوه سوه دوه ماينونه دواټ سل ماينونه او څه دپاسه پنځه سوه کېلوګرامه نشه يي کشف او ترلاسه شوي دي .