سیاست

ددوديزى لوى جر ګې کارد حامد کرزي په وينا پيل شو

دوديزه لويه جرګه نن له غر مې مخکې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په وينا پيل شوه

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په خپلو خبرو کې په تيرو لسو کلو نو کې د افغا نستان برياليتوبو نه وڅيړل اود چارو پيا وړي او کمزوري ټکې يې بيان کړل ، ويې ويل ( په دې جر ګه کې په دوو مسئلو د امريکا له متحده ايالاتو سره د کړن لاري تړون دلاسليک اود افغا نستان دسو لې په باب خبري کوو)

جمهور رئيس زيا ته کړه (خداى) دى و کړى چې په دې جرګه کې نورې مسئلې طرحه نه شي )

د هيواد جمهور رئيس په دقيقې سياسي څيړنې سره په هيواد کې روان حالات وڅيړل ، ويې ويل : افغا نستان د نړيوالې ټولنې په مرسته دپو هنې ، رو غتيا ، اقتصاد اوفرهنګ په برخو کې ستر برياليتو بونه لري

(موږ له نړيوالې ټولنې او له هغه چا څخه چې له افغا نستان سره يي مرسته کړې ده مننه کوو)

ده وويل: د امنيتې مسئو ليتو نو د ليږد ونې لومړى پړا و چې اووه مياشتې مخکې په هيواد کې پيل شوي و پاى ته ورسيد اوڅو ورځې وروسته يې دويم پړاو هم پيليږي

دغه راز د هيواد جمهور رئيس په دې اوږد و خبرو کې وويل برياليتوبو نه زيات دى ، خو ستو نزى او ربړونه هم په خپل ځاى پا تي دي ، لا تر اوسه پوري په هيواد کې دايمي سو له نه ده تا مين شوى ، لا تر اوسه پورې د افغا نستان او سيدونکې په خپل کور کې مصئون او خو ندي نه دى ، نو لا زمه ده موږ په دې جرګه کې تير کړه وړه وڅيړو او را تلونکې د افغا نستان د ملت په ګټه مشخصه کړو .

دغه راز د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس څرګنده کړه : دطالبانو د وا کمني په وخت کې په افغا نستان کې ددريو هيوادو نو سياسي نمايند ګي مو جودى وې ، خو دطالبانو له منځه تللو وروسته د نړۍ دڅه دپاسه شپيتو هيوادو نو سياسي نمايند ګي په هيواد کې فعالې شوې او هيڅ يوه نړيواله غونډه نشته چې افغانستان پکې ګډون نه وي کړي

دغه را ز د هيواد جمهور رئيس په ډا ګه کړه :

په هغه وخت کې د افغا نستان بانکي زيرمه يوسلو پنځوس مليو نو ډالرو ته رسيده ، خو نن د افغا نستان بانکې زيرمه شپږوملياردو ډالرو ته رسيږى .

د افغا نستان په مليو نو نو نجو نې اوهلکان ښوونځيو ته ځي او له اور او لو ګۍ څخه خلاص افغا نستان د ا بادي او تر قي په لور روان دى

جمهور رئيس د نړۍ له هيوادونو سره سياسي اړيکو ته په اشاري سره ويل : موږ دسيمې او نړۍ له ټولو هيوادو نو په تيره بيا له اسلا مي هيوادو نو سره ښه اړيکې لرو .

د هيواد جمهور رئيس حامد کرزى وويل: ددوديزى لوى جرګې دنده دوه ټکې يعني له ا مريکا ، دار وپا له اتحاد يې او استراليا سره دستراتيژيک تړون لاسليک کول اود سو لې بهير ته بيله کړاى شوى ده

موږ له دغو هيوادو نو سره په دې شرط ستراتيژيک تړون لاسليک کوو چې زموږ ملي وا کمني زيا نمنه نه شي ، په ښارونو او ولايتو نو کې له دولت سره موازى اداري پاى ته ورسولي شي ، دشپي له خوا بريدو نه پاى ته ورسول شي ، خودسو لې د بهير په اړوند چې هغه د افغا نستان دسو لې شهيد استاد برهان الدين رباني پيل کړ او په دى لار کې يې خپل سر ورکړ بايد ما ته سلا مشوره را کړى چې له چاسره خبري او سو له و کړو

په دو ديزه لويه جرګه کې څه دپاسه دوه زره تنه چې قو مي مشران ،دولتي چاروا کي ، د ملي شورا او ولايتي شورا ګا نو غړى د مد ني ټولنې استا زى او بهرني ميلما نه دى برخه لر ي ، ټا کل شوې ده له امريکا او له يوشمير اروپايى هيوادو نو سره دسترا تيژيک تړون دلاسليک اود افغا نستان دسو لې د بهير په باب پکې خبري وشي

دخبر تفصيل وروسته وړا ندې کيږي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا