ښوونه او روزنه

ددولسمو ټولګيو دولس زره تنه فارغان دکانکور دازمويني ورکولو ته چمتو دي

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

دلوړو زده کړو په  دولتي موسسوکې دشموليت په مقصد د کانکوردازمويني اخيستل پيل شول .

نن په هرات ولايت کې  ددولسمو ټولګيو له فارغانو څخه  دکانکور دازمويني اخستل نن پيل شول

 دهرات پوهنتون يو مسوول خبرځاى وايې دراتلوونکو څلورو ورځو په بهيرکې دليسو ددولسمو ټولګيو له دولسو زرو تنو فارغانو څخه په  هرات ولايت کې دکانکور ازموينه اخيستل کيږي .

دکانکور دازمويني داخيستلو دهيئت رييس پوهانداسدالله امين زي دباختراطلاعاتي اژانس  ته وويل  ددولسو زرو تنو له جملي څخه په سلوکې شپږ څلويښت يي هلکان اوپه سلو کې څلورپنځوس يي نجونې دي په  داسي حال کې چې دهرات پوهنتون رييس  په ١٣٩١ کال کې ددغه پوهنتون  د منلو ظرفيت  څه دپاسه درې زره تنه اعلام کړي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا