روغتیا

دروغتيايي سکتور دپروګرام دبيا څيړنې غونډه جوړه شوه .

٢٧-کابل باختر  دسلواغي پنځمه

 په افغانستان کې دهميشني څارنې په لور تر شعار لاندې دروغتيايي سکتور دستراتيژيک  پروګرام دبيا څيړنې غونډې نن  په کابل کې په کار پيل وکړ .

  د باختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دعامې روغتيا وزارت سرپرستې  ډاکترې ثريا دليل   په دې غونډه کې  وويل، دغه بيا څيړنه دروغتيايي سکتور له  ٢٠١١  څخه تر  ٢٠١٥ کال پورې دستراتيژي  د پروګرام په مشخصو اړخونو څرخي .

 ميرمن دليل زياته کړه :دغه بيا څيړنه به دلنډ مهالو  منځ مهالو او اوږدمهالو  پرمختګونو په باب بشپړه موافقه   او دغه راز سياسي  او مالي ژمنې وي
 دې ټينګار وکړ: هغه وړانديزونه او تصميمونه چې ددغې بيا څيړنې په بهير کې نيول کيږي بايد دعلمي او عملي شواهدو پربنسټ وي .

 دعامې روغتيا وزارت سرپرستې په هيواد کې د روغتيايي سکتور په لاره کې دستونزو ديادونې په ترڅ کې وويل، دروغتيايي سکتور په وړاندي يوه ستونزه داده چې دافغانستان په سلو کې  يوازي شپيته تنه وګړي ديو ساعت لارې  په وهلو سره کولاي شي   په روغتيايي اساسي خدمتونو لاس بري ومومي او دغه راز په ښاري اوکليوالي روغتيايي  خدمتونوکې توپير شته چې په ښاري  سيموکې په سلو کې نهه اويا وګړي او په کليوالي سيموکې په سلوکې څلور پنځوس وګړي په روغتيايي  خدمتونو لاس بري لري .

 دجمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي په هغه پيغام کې چې ددې غونډې دبرخه والو په نامه صادر شوى او دده ددفتر درييس محمد عارف نصير له خوا ولوستل شو .

 په دې ترڅ کې چې په تيرو لسو کلونوکې دروغتيايي خدمتونو زياتوالي وستايه څرګنده  کړى يې ده .

 اوس  دهيواد په زياترو سيموکې زموږ ميندي او ماشومان په روغتيايي څارنو لاس بري لري خو داکافي نه ده .

 موږ بايد په دې برخه کې زيات کارونه ترسره کړو په تيره بيا داچې دروغتيا سکتور په يوه ډادمن او هميشني سکتور بدل شي او خلک له زياتو روغتيايي اسانتياو  او څارنو څخه ګټه واخلي .

 دغه غونډه درې ورځې دوام کوي چې دروغتيا دبرخې ماهران به دروغتيا دسکتور دپروګرامونو په باب خپلې نظريې  وړاندې کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا