خبرونهامنیت

درې تنه په تخار کې له نشه یی توکو سره ونیول شول

تخار /د لیندۍ / ۳۰ / باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې د مدیریت منسوبانو تېره شپه درې تنه په دغه ولایت کې د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول .
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه کسان د تخار د تکه تویمز په پوسته کې هغه وخت چې څلورکیلو او اته سوه ګرامه امفتامین ډوله نشه یی توکي په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي وو او کندز ولایت ته یی لېږدول د تخار د تکه تویمز په پوسته کې ونیول .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا