خبرونهامنیت

درې دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

په قندهار کې ۳۳ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول.

جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د معروف، پنجوايي، ژيرۍ او ډڼد ولسواليو  په ځينو سيمو کې رامنځته شوې دي.

د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې جګړې د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه چې د جګړو په بهير کې د هېواد هوايي او حمکنيو ځواکونو په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل.

ويل کېږي په وژل شويو کې يوشمېر پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم-ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا