امنیت

درې طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

۲۳- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
درې ماین ښخوونکي طالبان تېره شپه په ميدان وردګو کې ووژل شول.
د٢٠٣ تندرقول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله والو طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د ميدان وردګو په نرخ او سېدآباد ولسواليو کې ماينونه ښخ کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پر دغو وسله والو طالبانو د ماين ښخولو په وخت کې بريدونه وشول چې په پايله کې دوه وسله وال طالبان په نرخ او يو بل يې په سيدآباد کې ووژل شول.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا