امنیت

درې طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۴ / باختر
درې وسله وال طالبان په ننګرهارکې په هوايي برید کې ووژل شول او٣ نورټپیان شول.
په دغو طالبانو تېرماښام په شیرزاد ولسوالۍ کې په پټنځي کې برید وشو.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، طالبانو د یوې بريد په خاطرپراميتي پوستې چمتوشوي وو چې په هوايي برید کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ تنه نورټپیان شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې،د طالبانو یوغړی د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ونیول شو.
پولیس وايي چې له دغه طالب څخه لاسي بمونه او یو تومانچه ترلاسه شوى دى.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا