خبرونهامنیت

درې طالبان په هلمند کې د خپل ماين ښکار شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

درې وسله وال طالبان په هلمند کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

دغو وسله والو طالبانو نن سهار غوښتل د لښکرګاه ښار ته څېرمه په يو سړک ماين ښخ کړي چې ماين وچاوېد او هغوى یې ووژل.

د هلمند يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې واړه ماين ښخوونکي طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې:

لس وسله وال طالبان په هلمند کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول.

پر دغو طالبانو تېره شپه د نهرسراج، سنګين او ناوې ولسواليو په ځينو سيمو او لښکرګاه ښار ته څېرمه هغه وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.

ختم-شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا