امنیت

درې ملکیان په هرات کې د ماین په چاود نه کې شهیدان شول

کابل / ړ لیندی ۲ / باختر
په هرات کې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان شهیدان او درې نورټپیان شول.
دغه پېښه تېرماښام د هرات- اسلام قلعه په لویه لاره کې رامنځته شوه چې د ملکیانو د سپرلۍ موټرپه واټ کې په ښخ کړی شوی ماین وخوت.
د ننګرهار د والي ویاند جیلاني فرهاد باخترآژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې درې ملکیان شهیدان او درې نورټپیان شول.
تراوسه پورې هیچا د دغې ماین ښخوونې مسوولیت په غاړه نه دی اخستی خو سیمه ییزو مسوولینو وسله وال طالبان د د غې پېښې عامل بولي.
له بلې خوا د هرات د مرکزي روغتون ډاکترانو د یوټپي روغتیايي حالت خراب بللی دی. پای- ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا