امنیت

درې وسله وال طالبان په پکتيا کې ووژل شول

٣٩- کابل/ د لیندۍ ۲٤مه/ باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه پکتيا کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د پکتيا والي محمدحليم فدايي باخترآژانس ته وويل دغه وسله وال طالبان د ميرزکې په کرکين سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
هغه وويل د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ کرکين سيمه چې څه موده مخکې د طالبانو لاسته ورغلې وه د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
هغه زياته کړه په ياده سيمه کې به د امنيتي ځواکونو قرارګاه جوړه شي.
پاى \ شکريه \ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا