خبرونهامنیت

درې ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
په هلمند کې ۲۳ وسله وال طالبان د پوځيانو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ او لښکرګاه ښارته څېرمه بریدونه شول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په بریدونوکې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل چې پر دغو طالبانو د پوځيانو پر پوستو د بریدونو په وخت کې هوايي بریدونه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېره په هلمند کې کشف شوه.
دغه زېرمه په نادعلي ولسوالۍ کې په یو پټنځي کې ساتل کېده.
پولیس وايي چې له دغې زېرمې څخه د ماینونو او چاودېدونکو توکو په ګډون جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا