سیاست

دسارک څلورم تخنيکي کنفرانس پاى ته ورسيد

دسارک  څلورم کارى تخنيکي کنفرانس نن په کابل  کې پاى ته ورسيد .

 دغه کنفراسن دښځو د قاچاقو او ترافيکو دمخنيوي په باب دسارک  دکنفرانسونو دتطبيق او داسيا په جنوب کې دماشومانو د ژوندانه حالت دښه والي  تر عنوان لاندې دسارک سازمان دغړو هيوادونو د استازو په ګډون پرون په کابل کې  پيل شو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې، دکنفرانس په ننني کار کې دشهيدانو معلولينو کار  او ټولنيزو  چارو وزارت معين واصل نور مومند دکنفرانس د تصميمونو په باب خبرې  وکړې او دسارک دټولو غړو هيوادونو ترمنځ په وړيا ډول دتيلفون ديوې ليکي دجوړولو غوښتنه وکړه  چې د ښځو او ماشومانو دقاچاقو دمخنيوي او دغه راز دقاچاق وړونکو دموندلو په خاطر  اسانتياوي  برابرې شي .

 ده دغه راز وويل چې کنفرانس تصميم نيولى دى چې دسارک  هر غړي هيواد دوو تنو اتباعو ته دى دښځو او ماشومانو  دقاچاقو دکنترول په خاطر دتکنالوژي  په برخه کې  دزد ه کړې  زمينه برابره شي   مومند وويل، هر هيوادچې دماشومانو د حقوقو کنوانسيون يې منلي دى بايد هغه عملي او دخپلو فعاليتونو رپوټ دى د سارک سازمان موظفې کميتې  ته وړاندي کړي .

   ده دغه راز څرګنده کړه چې په دې کنفرانس کې پريکړه وشوه  چې ددغه کنفرانس فعاليتونه دى دانسان دقاچاقو د مخنيوي  په نامه ونومول شي او پريکړه  وشوه چې راتلونکي کنفرانس  په راتلونکي کال کې په بوتان کې جوړ شي .

  دسارک سازمان دغړو هيوادونو په څلورم کنفرانس کې  چې په کابل کې جوړ شو دپاکستان ، مالديف  ، سريلانکا ، بنګله ديش ، يونان ، نيپال  ، هندوستان او دافغانستان دهيوادونو استازو ګډون کړي وو .

  دسارک سازمان دهيوادونو کنفرانس  هرکال داړوندو هيوادونو د جګپوړو  مقاماتو په ګډون جوړيږي او افغانستان په  ٢٠٠٧  کال کې  ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى

 دمومند  دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې څه دپاسه شپږ زره او شپږ سوه تنه له هيواد څخه قاچاق شوى دى .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا