ټولنه

دسالنګ په لويه لاره کې دترافيکي دعادي کولو لپاره کار دوام لري

٧ – کابل باختردسلواغې دمياشتې ٥  :

په داسې حال کې  چې دسالنګ لويه  لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده مسوولين وايي  چې دموټرو دتګ راتګ دبهير دعادي کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي.

داپه داسې  حال کې ده چې  ددغه عمومي واټ په ځينو برخو کې دواورې اوکنګل شتون  دترافيکو سالم بهير له ستونزوسره مخامخ کړي دي.

دسالنګونو دساتنې اوڅارنې رييس جنرال رجب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  چې اړونده کارکوونکې همدا اوس  دمالګې په شيندلو  اودواورې اوکنګل  په ليږدونې بوخت دي چې دترافيکو بهير ښه کړي .

جنرال رجب وايي  چې دجبل  السراج له واټ څخه له سړک څخه  دکنګل او واورې دليږدونې پروګرام پيل کړي دي  او دغه پروګرام په يووخت کې دسالنګ دلوي لاري په څو سيمو کې دوام لري.

په سالنګونو کې  دواورې اورښت  څوشيبې مخکې پيل شوي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې  چې دواورې دغه اورښت په شمالي سالنګ کې له توپان سره جوخت دي .

دسالنګونو دساتنې اوڅارنې  رييس دليږدونکو وسايطو له چلوونکو څخه وغوښتل   چې دترافيکودسالم بهيردساتنې  او دخونړيو ترافيکي پيښو دمخنيوي لپاره دي په دې لويه لاره کې دتګ راتګ په وخت کې خپل وسايط  دځنځير په ګډون په ژمنيو وسايلو سمبال کړي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا