امنیت

دسيلا ب دره عمليات پيل شول

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

دملي دفاع وزارت خبرځايو نه وايې : دهغو تصفيوي عمليا تو په بهير کې چې په کاپيسا ولايت کې پيل شوى دى د دولت څه نا څه اوولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي

دغه خبر ځايو نه وا يي : دسيلا ب د ري عمليات د کاپيسا ولايت د اله ساي ولسوالۍ دسيمو د پاکولو په مقصد د تيري اوونۍ د پنجشنبې له ورځې څخه پيل شوي دي

 د٢٠١ سيلا ب قول اردو مطبوعا تي مسول محمد نعمان هاتفي د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: په دغو عمليا توکې اوولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او د دغه ولايت د اله ساي ولسوالۍ د لکه خيلو او شير خيلو کلي او کور غل دره له وسله والو مخالفينو څخه پا که شوې ده

پخوا په دغو سيمو کې وسله والو مخالفينو ځاى نيو لي و او دکاپيسا او پروان په ولايتونواود کا بل ولايت دسرو بي په ولسوالۍ کې يې امنيت تر ګواښ لا ندې نيو لي و

ويل کيږي دعمليا تو په بهير کې زيات شمير وسله وال مخالفين ټپيان شوي چې دطالبانو دډلې يو قو ما ندان ډا کتر محمد اصف فيضان اويو بهرنې جګړه مار هم دټپيا نو په ډله کې دي

دغه را ز يوه ا ندا زه جنګې سا مان الات هم د عسکرو لاس ته ورغلي دى

عمليات له پرو ګرام سره سم دوام لري

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا