اقتصاد

دشمال د ډبرو سکرو دکانونو رياست په عوايدو کې په سلو کې د ٨٥ زياتوالي .

کابل باختر دمرغومي  دري  ويشتمه

  دشمال د ډبرو سکرو درياست عوايد زيات شوى دى .

 اړوند مسوولين وايي، ددوى نتيجې څرګندوي چې ددغې حوزي  دکانونو رياست عوايد په سلو کې ٨٥ زيات شوي دي .

 په بغلان ولايت کې دچارواکو له خوا دوړاندي شوي  احصائي له مخې، دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري په شمال حوزه کې دکانونو دراايستلو  له پلوه يو مليارد ، اووه سوه دوه مليونه څلور  سوه اته نوي زره يو سلو اته اتيا افغانۍ ددولت عايد شوى، خو دغه اندازه په تيرټول کال کې نهه سوه شل مليونه شپږ سوه پنځه څلويښت زره افغانيوته رسيدلې وه .

 ددغې احصائي له مخې، دشمال د ډبرو سکرودحوزي دکانونو په عوايدو کې دتيرکال په پرتله په سلو کې ٨٥ زياتوالي راغلى دى .

  دبغلان والي  منشي عبدالمجيد  دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل، دغه عوايد ديومليونو يو سلو نهه شپيته زره اووه سوه درې نوى  ټنو ډبرو سکرو دراايستلو  او پلورلو له درکه ترلاسه شوي دي .

   دبغلان والي دشفافيت  او دعوايدو دمرکزي کولو او په شمال کې  د ډبرو سکرو په ايستلو کې دزياتوالي لپاره  هلې ځلې ددغو عوايدو دزياتوالي علت بولى او وايي: دى به دعوايدو دمرکزي کولو او د ډبرو سکرو په راستلو او پلورلو کې دزياتوالي له لاري ددولت دعوايدو دزياتوالي  لپاره زياتې هلې ځلې  وکړي .

  د ډبرو سکاره دهيواد دعوايدو يوه ډيره ښه منبع ده، د څيړنو له مخې دافغانستان د ډبرو سکرو زياتره کانونه په شمال اومرکزي سيمو کې موقعيت لري .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا