خبرونهامنیت

دغزني د جغتو ولسوالۍ  د قياق دره د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر

هغه پوځي عمليات چې  د وسله والوطالبانو له شتون څخه د غزني د جغتو ولسوالۍ د قياق درې د پاکولو په مقصد پيل شوى و، پرون مازيګر پاى ته ورسېد.

د غزني  د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل چې دغه ګډ پوځي عمليات ٣ ورځې مخکې د وسله والوطالبانو  او د ښخ کړى شويو ماينونوله شتون څخه د جغتو ولسوالۍ د قياق درې د تګلوري د پاکولو او په دې تګلوري کې  د امنيتي پوستو د اکمالاتو د بشپړولو په مقصد د غزني  د امنيه قوماندان محمدعثمان جانباز، د ملي امنيت د رييس عبدالغفار او د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا د درستيزوال په ګډون  پيل شوي و ، په برياليتوب سره پاى ته ورسېد اودغه لارې د تګ   راتګ  پرمخ  پرانستل شوې.

هغه زياته کړه  چې په  دغو عملياتوکې چې د قياق درې تګلورى د طالبانوله خوا د ښخ کړى شويو ماينونو له شتون څخه پاکه شوه او په دې تګلوري کې ټولې امنيتي پوستې له هره پلوه په برياليتوب سره اکمال شوې .

د غزني امنيه قوماندان محمدعثمان جانباز د قياق درې په تګلوري کې  د مېشتو ځواکونو د لوړ مورال  قدرداني وکړه او زياته يې کړه  چې وسله وال طالبان له افغان ځواکونوسره د جګړې په ډګر کې د مخ کېدو توان له لاسه ورکړى دى .

د دغو عملياتو په بهير کې د وسله والوطالبانو له خوا په لسګونو ښخ کړي شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شول او وسله والوطالبانوته  مرګ ژوبله هم اوښتې ده چې دقيق شمير ېي تراوسه معلوم نه دى .

ختم- ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا