امنیت

دلوى څارنوالي موظفينو پرون يو تن دبډو په توګه د پنځلسو زرو ډالرو دورکولو په تور ونيوه.

کابل باختر  دسلواغي پنځمه

 دلوى څارنوالي موظفينو  پرون دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې يو تن دبډو په توګه د پنځلسو زرو ډالرو د ورکولو په تور ونيوه .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دلوى څارنوالي  دقوانينو پر تطبيق باندې دڅيړنې او څارنې دڅارنوالي  لوى رييس څارنپوه  احمد بيګ قادري نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه ، نيول شوى  سړى چې داس وي ال په نامه ديو کورني  انتقالاتي شرکت استازي دى ، غوښتل چې دبډې په توګه د پنځلسو زرو امريکايي ډالرو په ورکولو سره دوه ټانکره تيل چې لس  زره ګيلنه کيږي او په غير قانوني ډول په جعلي سندونوسره دننګرهار ولايت په هوايي ډګر کې په امريکايي ځواکونو پورې له اړونده امنيتي کمپ  څخه  وباسي  ددغې اداري دموظفينو له خوا او دملي امنيت داستازي په شتون دامريکا دمتحده ايالاتو په قراردادونو کې  دفساد ضد دنړيوالې اداري په همکاري نيول شوى دى .

 دده  دڅرګندونو له مخې، نيول شوى  سړى په لومړنيو څيړنو  کې په خپل جرم اعتراف کړى دى اوپه دې اړوند زياتي څيړنې دوام لري .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا