ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست سرور دانش نن دمصر له سفير سره په کتنه کې وويل په نږدي راتلوونکې کې به دمصر له پوهنتونونوسره عملي اوهمکاري زياته پراختيا اوپرمختيا ومومي.

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست سرور دانش نن دمصر له سفير سره په کتنه کې وويل په نږدي راتلوونکې کې به دمصر له پوهنتونونوسره عملي اوهمکاري زياته پراختيا  اوپرمختيا ومومي.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دلوړو زده  کړو وزارت سرپرست په دې کتنه  کې مصر ته دافغانستان دپوهنتونونو درييسانو دسفر په باب هم اړيکې ونيولي ويي ويل  دغه سفر دمعلوماتي تکنالوژۍ ، طب ، کرنې ، ژورناليزم  ، فارمسي  ، انجينري اودعربي ژبې په برخو کې  دتفاهم ليکونو دلاسليک کولو زمينه برابروي.

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  دنړۍ دبيلابيلو هيوادونو له دي جملې څخه مصر ته ددولت په لګښت د زده کړي په مقصد دافغان ځوانانو داستولو په باب هم خبري وکړي .

په کابل کې  دمصر سفير ماجدعبدالرحمن  دافغانستان له پوهنتونونو سره دعلمي پراختيا ، اوپرمختيا اوتفاهم ليکونو په لاسليک کولو کې دخپل هيواد دعلاقمندي  دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې هيواديې  په ١٣٩١ کال کې  دزده کړي  اته اويا عالي اونيمه عالي بورسونه دلوړو زده کړو وزارت په وا ک کې ورکوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا