امنیت

دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان ته فوق العاده ترفيع ورکړشوه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٣٠ :

دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان  دغوره خدمتونوله امله  فوق العاده ترفيع کړې ده .

دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغه ولايت  دمحمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان نثاراحمد عبدالرحيم زى چې   په دغې ولسوالۍ کې  دسولې دراوړلو او ارزښتناکو خدمتونوپه  وړ تياښودلې وه نن  په فوق العاده ترفيع سره ووياړل شو. او ددغه ولايت  دولايتي شورا ، والي  ، دولايت مشرتابه هيئت اودامنيه قوماندان له خوا وستايل شو.

 ده وويل : دا په داسې حال کې ده چې په لوګرولايت کې  دهرې ورځې په تيريدوسره سوله او امنيت پراختيا مومي  اوپه هيواد کې دسولې او ارامي  ددښمنانو ناوړه پلانونه يو په بل پسې شنډيږي.

په هغې غونډۀ کې چې نن دسپين ږيرو  ،  دامنيتي ارګانونو دمنسوبينو  اودايساف دځواکونو دقوماندان  په ګډون  دمحمداغې ولسوالۍ دکنفرانسونو په تالارکې جوړه شوې وه دمحمداغې ولسوال  عبدالحميد حامد په دغه ولايت کې  دتيرولسو مياشتو لاسته راوړنې دپوليسو او نورو امنيتي ارګانونودمنسوبينو دسرښندنو زيږنده وبلله

وروسته  دلوګروالي ډګر جنرال عتيق الله لودين  دپوليسو دمنسوبينو دکار او فعاليت او دخلکو دپرله پسي  همکاريو له امله دستاينې په ترڅ کې ژمنه وکړه  چې ددوى ستونزي به  په لنډوخت کې حل کړي شي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا