سیاست

دمبارکې پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا دايټاليا جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير په  نامه دغي څوکۍ ته دده دټاکنې له امله روم ته  دمبارکې پيغام ليږل شوي دي .

په پيغام کې  ويل شوي  دي خوښ يم  دايټاليا  جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير په توګه ستاسو دټاکنې له امله  خپل دزړه له  کومي دمبارکې مراتب څرگندوم .

دافغانستان خلک دافغانستان دامنيت ، ثبات او بيارغاونې په لاره کې ددوست هيواد ايټاليا له مرستو څخه مننه کوي .

پوره باور لرم چې ددواړو هيوادونو ترمنځ اوسني دوستانه اړيکې لازيات ټينګښت  اوپراختيا مومي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا