سیاستښوونه او روزنه

دمشرانوجرګې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرستې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

٥٧- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د مشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرستې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د پوهنې وزارت سرپرستې مېرمن رنګینې حمیدي څخه په داسې حال کې چې پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیالې عاطفې طیب هم حضور درلود، د دیني ،فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو د کمېسیون په استازویتوب سناتورانومیناشیرزاد، آمنې افضلي او د مجلس ځینو نورو غړو د پوهنې وزارت چوکاټ څخه د اسلامي تعلیماتو معینیت د لرې د عواملو، د ښوونځیو د قرنطین دورې د درسونو د جبران د ځانګړتیاو، د ښوونکو د معاشونو کموالی، د درسي کتابونو کمښت،د پوهنې مطبعې د فعالېد په ازبکي ژبې د درسي کتابونو د چاپ، د یاد وزارت مربوطاتو کې د سلیقوي تبدیلیو او لرې کولو، خصوصي ښوونځیو کې د مشخص فیس د نشتوالي او ځینې نور موارد اړوند پوښتنې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرستې د خپلو وروستیو پرېکړو په ځانګړې توګه د اسلامي تعلیماتو معینیت برخه کې وویل په اصل کې د کاري ګټورتیا په موخه څلور معینیتونه یوځای شوي نه داچې لمنځه تللي او هڅه شوې چې په دې کار سره د اسلامي تعلیماتو معینیت د نمایشي حالت څخه په یوه فعال بنسټ بدل او ورڅخه دوامداره څارنه وشي، نو موړې زیاته کړه چې یاده پرېکړه د هر راز فشار او کورنیو او بهرنیو انګیزو پرته ترسره شوې ده.
نوموړې څرګنده کړه په هغه صورت کې چې د اسلامي تعلیماتومعینیت د یوځای کېدو برخه کې کتنې شتون ولري حاضره ده چې یادې برخه کې دهېواد علماو سره مخامخ خبرې او بحثونه وکړي.
مېرمن حمیدي سره له دې چې د ښوونکو د معاشونو زیاتوالی اوسنیو شرایطو کې دحکومت دمالي امکاناتو پام کې نیولو سره د امکانه لیرې وګڼل، زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت اصلاحاتو ته اړتیا لري او نوي تشکیل کې یواځې درې سلاکاران په پام کې نیول شوياو دغیرضروري او ګڼو سلاکارانو بستونه به حذف شي او هڅه به وشي چې بالمقطع ښوونکي په رسمي ښوونکو بدل شي.
نوموړې وویل، پنځه کاله وړاندې د درسي کتابونو دچاپ په موخه درېو بهرنیو کمپنیو سره د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد وش خو یادې برخه کې ګټور کار نه دی او نوموړې کمپنۍ ندي توانیدلې چې درسي کتابونه چاپ او د زده کوونکو واک کې یې ورکړي، نوموړې زیاته کړه ډیری هېوادونو د ښوونځیو زده کوونکو ته اووه کتابونو تدریس کیږي او هڅه کیږي چې له دې تجربې| څخه په ګټې اخیستنې د کتابونو شمېر کم خو په مسلکي توګه تدوین او چاپ شي.
ورپسې د یاد وزارت معین د ځینو مواردو اړوند معلومات وړاندې او  ویل: د سړو سیمو ښوونځي د کروناناروغۍ د دویمې څپې د ګواښ په موخه رخصت شوي او پرېکړه شوې چې د زده کوونکو ازموینې دې د تعلیمي نوي کال د پيل څخه مخکې واخیستل شي چې خصوصي ښوونځي هم د دې امر تابع دي او حق نه لري چې د ټاکل شوی مودې مخکې د زده کوونکو ازموینه واخلي خو د تودو سیمو د ښوونځیو اړوند بحثونه شوي خو موافق نه یو چې ژر تعطیل شي. نوموړي وویل ځینو سیمو کې ښوونکو ته د استوګنې نمرو د ویش لړي پیل شوې او هڅه کیږي ترڅو هغه ښوونکې چې ښارګوټو ته لاسرسی نه لري ورته بدیلې سیمې په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه د ځینو کتابونو یوځای کولو له پاره چې ورته اړتیا نه شته هم پاملرنه کیږي ترڅو مضامین لږ او د درسي ساعتونو موده زیاته شي.
دمسئولانو د څرګندونو وروسته د مجلس رئيس فضل هادي مسلم یار وویل د ښوونکو د ژوند، درسي کیفیت  او تعلیمي پرمختیا د ښه والي برخو کې د پوهنې وزارت اصلاحاتو څخه ملاتړ کوو خو د اسلامي تعلیماتو معینیت لیرې کولو ته اصلاحات نه شوبللی بلکې د پوهنې وزارت له نیمګړتیاو څخه ګڼل کیږي چې باید یې په اړه له سره غور وشي، ځکه د یاد بنسټ لیرې کول په هیڅ راز د منلو وړ نه دي او باید دپوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د بیاځلي احیا اړوند جمهوري ریاست ته وړاندیز وکړي.
دغونډې آزادو بحثونو کې ځینو سناتورانو د روغې جوړې دعالي شورا دمشرتابه کمېټې لومړنۍ ناستې څخه هرکلې وکړ او یاده ناسته یې د سولې بهیر دپرمختګ او دوو تیرو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب له پاره ګټو اقدام وباله او هیله یې وښوده چې دروغې جوړې دعالي شورا رئیس دې وکولای شي ټول سیاسیون یادې کمېټه کې شامل کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان دملي روغې جوړې دعالي شورا لومړۍ ناسته پرون د ولسمشرمحمد اشرف غني او د نوموړي د مرستیالانو،د روغي جوړي دعالي شورا دمشر ډاکټرعبدالله عبدالله،د ملي شورا ددواړو مجلسونو د ریسانو او دافغانستان د یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو په حضور سره د جمهوري ریاست ارګ کې جوړه شوه چې دهېواد په دننه او بهر کې د ګنو سیاسیونو د هرکلي سبب شوه.
د ډسمبر د درېیمې د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ څرګندول، د تښتوونکو له منګولو څخه بلخ ولایت کې د نهه کلن ماشوم په خوشي کولو ټینګا، د استوګنې کورونو لوړ پوړیزه ودانیو ته د برېښنا میترونو د ویش اړتیا او ځینې نور مسایل هم د نننۍ ورځې دغونډې له بحثونو څخه وو چې مطرح شول.
دبحثونو جمع بندۍ کې دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار دجرګې اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مسایلو په لیږد سره دعامې روغتیا وزارت د پخوانۍ وزیرئ او د افغانستان د لومړنۍ ښځینه جنرالې سهیلاصدیق د مړینې، د مشرانوجرګې د دارالانشاء ریاست د نړیوالو اړیکو دپخواني رئيس محمد ظاهرمشتاق کندزی د مړینې، د ۲۰۷ظفرقول اردو د درېیمې لوا د ارکان رئيس ډګروال عبدالبصیر نورستاني او د یادې لوا د درېیم کنډک د قوماندان ډګرمن احمدخان انګارکټوازي دشهادت په نسبت خپل د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، او دهغوی د کورنیو سره یې غمرازي څرګنده او روحونو ته یې دعا وکړه.
پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا