سیاست

دمشرانو جرګي درييس اواداري هيئت اعلاميه

 دامريکايي ځواکونوله خوا دافغانانو مړو ته دبي حرمتي غندلو په باب دملي شورا دمشرانو جرګي درييس اواداري هيئت اعلاميه

دملي شورا دمشرانو جرګي رييس او اداري هييت  ددريو تنو افغانانو مړو ته دبې حرمتي په باب دامريکا يي عسکرو غيرانساني عمل په کلکه غندي.

دمشرانو جرګي رييس او اداري هيئت مړو ته بې حرمتي  داسلام  دمبين دين دلوړو ارزښتونو اودنورو اسماني اديانو دلارښوونو پرخلاف بولي او ددوى دغه عمل انساني کرامت ته سپکاوي بولي او په افغانستان کې دايتلاف دځواکونو له قوماندانۍ ، دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع له وزارت ، له سنامجلس  اوپه ټوليزه توګه ددغه هيواد له دولت څخه په جديت سره غواړي چې ددغه ناوړه انساني  عمل ترسره کوونکې وپيژني او دخپلو عملونو په سزا يې ورسوي اوهم دملي دفاع او دبهرنيو چارو په وزارتونو ټينګار کېږي چې موضوع تعقيب کړي او دنتيجې په باب دي دمشرانو جرګي ته معلومات ورکړي .

 دمشرانو جرګي  رييس او اداري هيئت  دملي شورا دمشرانو جرګي دټولو غړو په استازيتوب دامريکايي ځواکونو دغه ناوړه عمل په کلکه غندي او له بهرنيو ځواکونو څخه په جدي توګه غواړي چې دديني ارزښتونو او دافغانستان دخلکو دفرهنګي معيارونو په رڼا کې اودبشري حقوقو په ساتنې  اودانساني کرامت په رعايتولو پوري داړوندو  کنوانسيونونو پام کې نيولو سره ددغه شان بشري ضد عملونو مخه ونيسي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا