فرهنګ

دمشروطيت غوښتنې او دموکراسي دتګلوري سيمينار نن په کابل کی پیل شوه

په افغانستان کې دمشروطيت  غوښتنې او دموکراسي دتګلوري سيمينار نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو او اطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په وينا سره نن په کابل کې په خپل کار پيل وکړ .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې سيمينار کې دهيواد پوهان او څيړونکې په هيواد کې  دزندي کولو ضد او دتنور او  نوي کولو لومړني حرکتونه   څيړي  چې په افغانستان کې دبيلابيلو او نويو مفکورو د څرګندولو زميني برابري کړي .

  جمهور رييس په  خپل   پيغام کې څرګنده کړې ده بايد داطلاعاتو او  فرهنګ  له وزارت څخه مننه وکړو  خو دهيواد له معاصرو پوهانو اوڅيړونکو څخه زما هيله داده چې په هيواد کې د نويو غورځنګونو دپيدايښت او دغه راز دهغوى دنه  ځواکمني  دعلتونو په باب  واقعبينانه    څيړني  وکړي چې راتلونکې  نسلونه په دغو جرياناتو لکه  څنګه چې   و دحقايقو  پر بنسټ او سم اطلاعاتي ترلاسه کړي .

  دسيمينار کار درييس ، مرستيال او منشي  له انتخابيدو وروسته دوام وموند .

 زيات جزئيات وروسته وړاندې کېږي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا