امنیت

دملي اردو نهه تنه منسوبين ټپيان شول .

١٧-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

 دملي اردو نهه تنه منسوبين په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دهيواد په ځينو ولايتونوکې دخلکو ددښمنانو پرخلاف جګړه کې ټپيان شوي دي .

 دغه  راز په دغو عملياتوکې  دوه کلاشينکوفونه او څو ماينونه هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

  دباختر اطلاعاتي اژانس دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دخپرپاڼې  دڅرګندونې  له مخې خبر راکړ: دملي اردو دغه منسوبين  دلوګر ، خوست او هلمند په ولايتونوکې دعملياتو په بهير کې  ټپيان شوي دي .

 دغه راز په هغو عملياتو کې  چې په کندهار ، فراه او هلمند ولايتونوکې  وشول  دوه کلاشينکوفونه او اته ماينونه دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا