امنیت

دملي دفاع وزير : دسمبال هوايې پوځ پرته دخپلواکو ډندوترسره کول ستونزمن ښکاري.

دملي دفاع وزير عبدالرحيم ورد ګ نن دامريکا دهوايې ځواکونو له لوى درستيز سره په کابل کې وکتل.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې په دې کتنه کې دافغانستان امنيتي حالات ،. دملي اردو دپراختيا عملي اړخونه، دډار اچوونکو پرخلاف اغيزمن عمليات اودملکي وګړو دتلفاتو مخنيوي ددغو خبرو په سرکې و.

دملي دفاع وزير دامريکا درغنده فعاليتونو له امله مننه وکړه او ويي ويل دځواکونو دملاتړ په خاطر دښکاري اوبم غورځوونکو الوتکو له پلوه دهوايې ځواکونو سمبالول ، کشف ، ښوونه اوروزنه او ترانسپورت دملي اردو له لومړيتوبونو څخه دي .

ده څرگنده کړه چې دهيواد جغرافيايې حالت ته په پاملرني سره له سمبال هوايې ځواک پرته دمستقلانه ډندو ترسره کول ستونزمن دي .

جنرال شوارتز دملي اردو دپراختيا دهوايې ځواک په سمبالولو اوښوونې اوروزنې په برخو کې دخپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا