سیاست

دملي شورا دشپاړسمي دورې دويم کال پرا نيستل شو .

کا بل باختر دسلواغى اوله

دملي شورا دشپاړسمي دوري ددويم کال په رسمې پرا نيستلو سره دسنا مجلس اداري هيئت نن د مشرا نو جرګي په فوق العاده غونډه کې انتخاب شول.

د مشرا نو جرګي مطبوعا تي دفتر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ :

 دغونډې په پيل کې د ملي شورا دمشرا نو جرګي رئيس فضل هادي مسلميار د ملي شورا د پرا نيستلو په کارکې د هيواد د جمهور رئيس ،دولتي چاروا کو اود بهرنيو ميلمنو د ګډون او هم د هيواد د ميړنيو امنيتې منسو بينو ، درسنيو او په تيره بياد ملى راډيو تلويزيون اود اريا نا تلويزيون د خا وندا نو د غوره ونډي اخيستلو له ا مله د مننۍ او کورو دا نې دڅرګندولو په ترڅ کې چې په مستقيم ډول د مشرانو جرګې د پرا نيستو نکى غونډې اود عمو مي غونډې د بهير په خپرولوکې يې نه ستړى کيدو نکى هلې ځلې کړي دي ، د  نوى تقنيني کال د پيل له ا مله مبارکي وويله اود مشرانو جرګي داداري هيئت د انتخا ب بهير يې ددا خلي دندو له اصولو اود هيواد له اساسي قا نون سره سم وباله .

وروسته د مجلس لنډ مهالو منشيا نو ډا کتر احمد بشيرصميم اوډاکترې انار کلى هنريار د هغو سنا تورا نو لست چې د مشرا نو جرګي د لو مړۍ نايب ، دويم نايب ، منشي او د منشي د نايب پستونو ته يې ځا نو نه کانديد کړي و غونډې ته معرفي کړ .

 ورپسي کانديدا نو خپلې کاري کرښي غونډې ته ولو ستلي اود اداري هيئت دڅلورو تنو غړو دټا کنې لپاره پټ او مستقيم انتخا بات پيل شول چې په نتيجه کې يې محمدعلم ايزد يار د پنځه شپيتو رايو په ترلاسه کولو سره د مشر ا نو جرګي د لو مړى نايب ، حاجى رفيع الله ګل افغان ديو اويا رايو په ترلاسه کولو سره ددويم نايب ، مولوى عبدالولي ر ا جي دپنځه ديرشو رايو په ترلاسه کولو سره د منشي او سيد عزيز الله الفتي ددرې شپيتو رايو په ترلاسه کولو سره د منشي د نايب په تو ګه انتخا ب شول

دياد ونې وړ ده چې دغو څلورو تنو په تيرتقنيني کال کې هم په سنا مجلس کې همدغه مسووليتو نه په غاړه لرل البته مجلس د لو مړۍ نايب په پست کې دوو تنو ،ددويم نايب په پست کې دوو تنو ، د منشي په پست کې څلورو تنو اود منشي د نايب په پست کې دمجلس دريو تنو غړو ځانو نه کا نديد کړي و .

په پاى کې انتخا ب شوي اداري هيئت دسنا غړو د ښه اعتماد له ا مله مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې خپلي دندى به  د اساسي قا نون اود هيواد د نورو قوا نينو په چوکاټ کې په ښه تو ګه ترسره کړې

 دغه را ز په غونډه کې درايو په اتفاق سنا تور حافظ عبدالقيوم د مشرانو جرګي د تقنين ، عد ليې اوقضا يي چارو د کميسيون درئيس په تو ګه او مولوى عبدالواهاب عرفان دملي اقتصاد ،مالي او بود جى د کميسيون درئيس په توګه انتخا ب شول چې د ملي اقتصاد د کميسيون په جلا غونډه کې انجنير محمد دين همدرد ددغه کميسيون د مرستيال په توګه او سيد محمد سعيدي د منشي په تو ګه انتخا ب شول.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا