سیاست
دملي شورا دويم کال سبا پيليږي

دملي شورا دشپاړلسمې دوري دويم کاري کال سبا پيليږي.
دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې ټاکل شوې ده د ١٣٩٠ کال دسلواغي دمياشتې په لومړي نيټه دشنبې په ورځ دملي شورا دويم کاري کال ددريو قواوو درييسانو او مسوولاتنو اود کورديپلوماتيکو غړو په شتون په رسمي توګه پيل شي .
له پرانستونکو مراسمووروسته به دملي شورادمشرتابه هيئت د کميسيونونو رييسان ، مرستيالان او منشيان ، دملي شورا دغړو له خوا وټاکل شي .
دبودجي تصويبول ، دکابينې پاتي وزيرانو ته رايې ورکول اودهيواد نوري مهمي مسالې به دملي شورا دبحث وړ سترې خبري وي .