دملکي هوا يي چلند د خصوصي شرکتو نو اتحاديه جوړه شوه

هوا يې شرکتو نو نن داړوندې اتحاد يي رئيس انتخا ب کړ
په هغو انتخا باتوکې چې په همدى مقصد تر سره شول دکام اير شرکت مرستيال فريد پيکار د هوا يې شرکتو نو د اتحاد يي د مديره هيئت د رئيس په توګه انتخا ب شو
د افغا نستان دسودا ګرۍ اوصنايعو د خو نو د عامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو د هوا يي شرکتو نو د اتحاد يي جوړيدل ښه ګام وباله اود باختر اطلاعا تي ا ژانس ته يي وويل چې ددغې اتحاد يي له خوا د زيا تې همغږې را منځته کيدل کولاي شي دښو خدمتونو د ترسره کولو سبب شي
د ترانسپورت اوهوا يې چلند وزارت سرپرست ډا کتر داوود علي نجفي په دغې غونډه کې چې له همدي ا مله جوړه شوې وه خبري و کړې ويې ويل ددغې اتحاديې جوړيدل ددغو شرکتونو دفعاليتونو د همغږې کولو په لاره کې يواغيز من ګام دي.
ده زياته کړه ددغې اتحاديې له جوړيدو مخکې د ترانسپورت او هوايې چلند وزارت له دغو شرکتونو سره داړيکو دتامينولو په خاطر له ستونزو سره مخامخ و خو ددغې اتحاديې په جوړيدو سره د ترانسپورت وزارت کولاي شي يه يوې مشخصى پتى سره اړيکې ونيسې