سیاست

دملګرو ملتو دسا زمان پرمختيا يي ادار ه له لوى څا رنوالۍ سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

لوى څارنوال څارنپوه محمد اسحق الکو نن د ملګرو ملتو د پرمختيا يي پروګرامونو کتونکى هيئت له رئيس ډا کتر کمال حسين او له ملګري هيئت سره يې په داسي حال کې چې دلوى څارنوالۍ مرستيال څارنپوه عبدالوکيل اميني او ددغى اداري يو شمير رئيسان حاضرو وکتل

 د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته د لوى څارنوالۍ د ا طلاعا تو او عا مه اړيکو رياست د معلوما تو له مخې په دې کتنه کې لوى څارنوال الکو دهغو پرمختګونو او پرمختياو له ا مله چې په تيرو لسوکلو نوکې د افغانستان اسلا مي جمهوريت د عدالت د تا مينولو اود قانو نيت دتطبيق په برخه کې ترلاسه کړې يادونه وکړه اود ملګرو ملتو د پرمختيا يې پروګرامونو د اداري  د مرستو له ا مله يې چې په دې برخه کې د افغا نستان د اسلامي جمهور يت اود لوى څارنوالۍ له اداري سره کړى دى ،مننه و کړه

دغه را ز لوى څارنوال په ډا ګه کړه : عدالت او امنيت ديو بل لازم اوملزوم دى ، په داسي حال کې چې امنيت ډير مهم دى ، موږ غواړو چې د امنيت په فضا کې قانونيت اوعدالت تطبيق کړو . خود نړيوالې ټولنې له مرستو سره سره د عدالت او قا نونيت د تطبيق په برخه کې يې دقا نون د نافذولو له اداري سره کړى دى افغا نان دغه را ز له ستونزو سره مخامخ دي .

 الکو دملګروملتو د پرمختيا يي پروګرام له اداري څخه وغو ښتل چې د پخوا په شان د لوى څارنوالۍ له اداري سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي

 وروسته د ملګرو ملتو د پرمختيا يي پروګرام د کتو نکى هيئت رئيس ډا کتر کمال حسين د لوى څارنوالۍ له اداري سره دملګرو ملتو د پرمختيا يي ادارى د مرستو ددوام ډاډ ورکړ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا