امنیت

دناتو يو هليکوپتر په هلمند کې راوغورځيد

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دناتو يو هليکوپتر نن دهلمند ولايت دناد علي په ولسوالۍ کې راوغورځيد .

 سيمه ئيزو چارواکو فني ستونزه ددغه هليکوپتردراغورځيدو  علت بللى دى .

  دنادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار  عمرجان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه هليکوپتر  دنادعلي ولسوالۍ دبولدک په سيمه کې  راغورځيدلى دى .

 دناد علي امنيه قوماندان ددغي پيښې  له امله دسردزيان په باب څه نه  دي ويل شوي .

 دده  دڅرګندونو له مخې، دغه هليکوپتر دتخنيکي ستونزې له امله بيړنۍ ناسته وکړه خو اور يې واخست او راوغورځيد .

 دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر سمونوال کمال الدين  شيرزاد ددغې پيښې  دتاييدولو په ترڅ کې  وويل چې ملي پوليس او ملي اردو سيمې ته تللي دي اوسيمه يې کلابنده کړې ده .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا