امنیت

دناټو ديو هليکوپتر دراغورځيدوله امله دشپږو تنو عسکرو وژنه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٣٠ :

دناټو شپږتنه عسکرپه افغانستان کې  ديو هليکوپتر دراغورځيدو له امله ووژل شول  چې داګست له مياشتې څخه په خپل ډول کې ډيره بده پيښه ده.

دناټو په يوې وينا کې ويل شوي دي چې دغه هليکوپتر دافغانستان په جنوب کې راغورځيدلي دي.

ناټو وايي  چې ددغې پيښې په باب نور جزئيات به  ددغو عسکرو دکورنيو ترخبريدو پوري خپور نه شي .

په افغانستان کې  دناټو په مشرۍ  دايساف يوه ويندوى وويل  دپيښې دعلت په باب څيړنې دوام لري .

په همدي حال کې په لومړينو رپوټونو کې ويل شوي دي  چې دهليکوپتر دراغورځيدو په وخت کې دښمن په سيمه کې  کوم فعاليت نه درلود.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا