امنیت

دهلمند په ځانمرګې پيښه کې د ٣٥ تنو مرګ ژوبله

١١ – کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٦ :

په هلمندولايت کې  ديو ځانمرګي بريد له امله  څه ناڅه  ٣٥ ديرشو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلښکرګاه په ښارکې دپوهنې رياست ته څيرمه په يو ګڼ ميشت بازار کې رامنځته شوې ده.

 درارسيدلوخبرونوله مخې په دې پيښه کې  ځانمرګي بريد کوونکې په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر  په دغه بازار کې چولي دي .

دهلمند دوالي ويندوى داوداحمدي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل:   ښايي طالبانو غوښتل دناټو څوتنه ملکي ځواکونه  چې په موټر کې له ساحي څخه  دتيريدو په حال کې و ،بريد وکړي خو په دې پيښه کې دغو ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلي .

دهلمنددوالي ويندوى دڅرگندونوله مخې  په دې ځانمرګي بريد کې ديو ماشوم په ګډون څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي  او يوديرش تنه نور ټپيان شوي دي.

داود احمدي وايي چې ددغې پيښې  په ټپيانو کې  څلورتنه  ښځې هم شاملې دي  هغه ځاى چې دغه  ځانمرګي بريد په کې وشو دخوراکي توکو بازار او دډاکترانو کنتځي  پکې دي.

له بلې خوا دلښکرګاه ښار  ډاکترانو ددغې پيښې داتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا