اقتصاد

دهيواد داقتصادي نظام ريفورم اوراتلوونکي په اقتصادي غونډه کې وڅيړل شو

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي په مشرۍ  اقتصادي غونډه   دهيواد داقتصادي نظام دريفورم اودغه راز په دې باب چې افغانستان  په راتلوونکي کې څه ډول اقتصادي سياست غوره کړي ، جوړه شوه  .

دباخترا طلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې : په دې غونډه کې  چې نن په ارګ کې  جوړه شوه  د جمهوري رياست مرستيالانو ، ستر وزير ، داقتصاد ، سوداګرۍ ، کرنې او کانونو وزيرانو ،  د جمهوررييس ستراقتصادي سلاکار، دافغانستان بانک رييس  او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې د کميسيون رييس پکي گډون کړي وو .

لومړي  دافغانستان دتيرو لسو کلونو تجربو په پام کې نيولوسره  داقتصاد دازاد بازار د سيستم دښيگڼو او نيمګړتياو په باب خبري وشوي .

دسوداګرۍ اوصنايعو وزير انوارالحق احدي   په خپلوخبرو کې  په دې ترڅ  کې چې دازاد بازار داقتصاد سيستم ښيگڼې بيان کړي ويې ويل  چې له بده مرغه په دغه سيستم کې ددولت رول کم رنګه دي  اوبايد پکې اصلاحات رامنځته شي  .

 وروسته اقتصادي غونډي ددولتي عوايدو دودي   اودکانونو ، کرنې ، صنايعو اوپه هيواد کې دفابريکو سکتور  وده او پراختيا وڅيړله  او څرگنده يې کړه ددي لپاره چې افغانستان  په خپلو پښو ودريږي  دهيواد توليدي ظرفيتونه  دي لوړ کړاي شي .

 اقتصادي  غونډي ټينګار وکړ  چې دافغانستان حکومت بايد  دتوکيو په کنفرانس کې   چې  دافغانستان له اقتصادسره دمرستي په خاطر دروان ميلادي کال دجولاي په مياشت کې په جاپان کې جوړيږي له يو خاص  اومنظم اقتصادي پروګرام سره په کې گډون وکړي .

 جمهوررييس دخبر وپه ترڅ کې وويل :   نړيوالې ټولنې  دبن په نړيوال کنفرانس کې  له افغانستان سره خپلي ژمنې نوي کړي دي  خو سره له دې  افغانستان بايد  له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په خپلو ددريدو په لاره کې له  پخوا زيات کار وکړي.

حامدکرزي زياته کړ :  بايد اقتصادي غونډي په دوامدار ډول جوړي شي  اوپه راتلوونکو غونډو کې پريکړي هم پکې وشي .

په پاى  کې پريکړه وشوه چې اقتصادي غونډي  په راتلوونکي کې دوام وکړي  اودسوداګرۍ  اوصنايعو وزارت ددغو غونډو سکرتريت په  غاړه ولري.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا