ټولنه

دواورې ښوئيدنې له امله يو تن ووژل شو او څلور تنه ټپيانشول

کابل باختر دسلواغي  دويمه

  په بدخشان ولايت کې پرون دواورې ښوئيدنې  له امله يو تنه ووژل شو اوڅلور تنه نور ټپيان شول .

 دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزي داداري رييس ثنا الله اميري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دارغستان ولسوالۍ  د شيوي  ليسې ددولسم ټولګي پنځلس تنه فارغان چې دکانکور ازموينې  لپاره دشغنان ليسې ته تللي و د ازموينې له ورکولو وروسته دستيندو په وخت کې د شغنان ولسوالۍ په لاره کې  دشيوي په دښته کې  په ښوئيدلي واوره  کې بند پاتي شول .

 ده زياته کړه په دې پيښه کې  يو زده کوونکي وژل شوي  څلور تنه ټپيان او نور يې دسيمي دخلکو په همکاري ژغورل شوي دي .

 ويل کيږي دپيښې ټپيان په يوه پوځي هليکوپتر کې په شغنان ولسوالۍ کې  داغا خان روغتيايي کلينيک ته  ليږدول شوي دي  .

دوړاندې شوي شمرنې له مخې ،  دژمې له پيل څخه تراوسه پوري په بدخشان کې دواورې ښدئيدنو  له امله سلو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتي ده .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا