امنیت

دوسله والو طالبانو يو سرګروپ په ګرشک کې ونيول شو

١٥ – کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٦ :

دايساف ځواکونو نن په دريو  جلا جلا عملياتو کې دډار اچوونکو بانډونو يوسرګروپ ونيوه .

دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبرله مخې دايساف  ځواکونو  نن ديوي خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دايساف عسکرو نن سهار له افغان ځواکونوسره په ګډو عملياتو کې  چې دهلمند ولايت  په ګرشک ولسوالۍ کې  ترسره شول  له يوبل تن سره دډار اچوونکو يو سرګروپ په دغې ولسوالۍ کې نيولي دي او  اته کېلوګرامه ترياک يې هم ترلاسه کړي دي.

دغه راز ايساف  دکندهار ولايت  په ژيړي ولسوالۍ کې دعملياتو دترسره کولو خبرورکړي دي چې له امله يې په ورانکارو فعاليتونو يوشمير مشکوک کسان  ونيول شول  په هغو جلا عملياتو کې چې دکونړولايت اسعد اباد ته څيرمه ترسره شول يو تن ونيول شو.

دنيول شويو کسانو هويت نه دى څرگند شوي .

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا