امنیت

دولس طالبان په فراه کې ووژل شول

۱- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د فراه په انار درې ولسوالۍ کې تېره شپه ١٢وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نوریې ټپيان شول.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت د انار درې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستي بريد وکړ.
هغه وويل چې په دې نښته کې د دښمن څو جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا