امنیت

دوه تنه ماين ايښودونکي ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دکندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دوه تنه ماين ايښودونکي ددوى  له خوا دايښودل شويو  ماين  دچاودنې له امله ووژل شول .

 دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دوه تنه ماين ايښودونکو  چې غوښتل يې  دميوند ولسوالۍ دموسى کلي په لاره کې ماين ځاى پرځاى کړي دهغه دچاودنې له امله  ووژل شول .

 ده زياته کړه دغوکسانو اووه ماينونه په واټ کې ځاى پرځاى  کړي وو او اتم ماين دځاى پرځاى کولو په وخت کې  وچاوديد .

 ايوبي زياته کړه دوژل شويو کسانو مړى په دوى پوري  اړوند  دکليو اوسيدونکو اړوندو ته وسپارل شول او په ميوند ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو د انجنيري  ټيم په سيمه کې نور ايښودل شوي ماينونه شنډ کړل .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا