خبرونهامنیت

دوه تښتيدلي قاتلان په کابل کې ونيول شول

٤٦- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
پوليسو نن دوه تنه د يوې کوچنى نجلۍ د وژلو په اړوند د کابل ښار له ١٧ ناحيې څخه ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل پوليسو د حسام الدين او يوسف په نومونو دوه تنه تښتيدلي قاتلان چې د لړم د مياشتې په ٢٠ نيټه يې د اسرا په نامه يوه کوچنى نجلۍ د١١ناحيې په مربوطاتو کې په بې رحمانه ډول وژلې و او تښتيدلې و د پوليسو تر تعقيب لاندې و. د کابل ښار له ١٧ ناحيې څخه ونيول.
فرامرز وويل نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا