امنیت

دوه طالبان په بلخ کې ووژل شول

۳۶- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې ووژل شول او د شورتيپې لپاره د دغې ډلې نومول شوی ولسوال ټپي شو.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه بلخ د شورتيپې ولسوالۍ په تاش کلي سيمه کې له ملي اردو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په نښته کې ملاغفورچه د شورتيپې لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ټپي شو.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا