خبرونهامنیت

دوه طالبان په فراه کې ونیول شول

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د فراه پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان ونیول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل: دغه طالبان چې د فراه د شېوان او د بالابلوک ولسوالۍ د کال قلعه کلیو اوسېدونکي دي؛ په مطمئن مشهور د مولوي باریداد فعال غړي دي.
نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی دی چې په مطمئن مشهور د مولوي باریداد په لارښوونه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترور په خاطر د فراه ښار ته ننوتي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د څو منسوبینو په ترور کې هم لاس درلود.
محب زیاته کړه: له نیول شویو کسانو څخه یو موټرسایکل او دوه تومانچې ترلاسه شوې دي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا