خبرونهامنیت

دوه مهاجر بلوڅان په قندهار کې ووژل شول

٤٦- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
ناپېژاندو وسله والوکسانو په قندهار ښار کې دوه مهاجر بلوڅان په ډزو سره ووژل.
دغه بلوڅان په افغانستان کې مهاجر و.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ موټرسايکل سپرو يرغلګرو نن له غرمې مخکې دغه دوه بلوڅان په قندهار کې په ډزو سره ووژل .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه بلوڅان پاکستاني اتباع و که ايراني اتباع؟
د قندهار يو امنيتي خبرځاى له باختراژانس سره په اړيکه کې د دغو دوو مهاجرينو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.
تراوسه پورې د دغو دوو بهرنيواتباعو د ترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا